د څېړنو لوی ریاست څخه په لیدنه کې د کرنې وزیر: څېړنې، دکرنې زړه ده

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۹:۳۹
د څېړنو لوی ریاست څخه په لیدنه کې د کرنې وزیر: څېړنې، دکرنې زړه ده

۱۹ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د یاد وزارت د څېړنو لوی ریاست او د نباتاتو د خوندیتوب ریاست څخه، چې د بادام باغ په څېړنیز فارم کې دي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د کرنې وزارت د څېړنو لوی ریاست مشره نجیبه عطایي، په تېر مال کال کې ددې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو په هکله ښاغلی احدي ته مالومات وړاندې کړه او دغه راز د ۱۴۰۰ ام کال پلانونه یې د کرنې له وزیر سره شریکه کړه.
مېرمن عطایي وویل: «د وزارت د مشرتابه د ملاتړ او د څېړنې د برخې د کارکوونو د فعالیتونو له امله، تر دې دمه د هېواد په بېلابېلو ولایتونونو کې ۲۲ لوی څېړنیز فارمونه فعال دي، چې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لري.»
د کرنې وزارت د څېړنیو لوی ریاست مشره دغه راز وویل، چې د څېړنیزو فارمونو زیاتوالي د دوی په برنامه کې دي، او په ۱۴۰۰ ام کال کې هلې ځلې کوي، چې په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم یوشمېر څېړنیز فارمونه جوړ کړي.
په همدې حال ښاغلی احدي د کرنې په سکټور کې څېړنه مهمه وبلل او ویې ویل: «څېړنې د کرنې زړه ده، او موږ د کرنې په بېلابېلو برخو کې د لا ډېرو څېړنو په ترسره کولو سره کولی شو، چې پرمختګ وکړو او خپل کرنیز محصولات زیات کړو، ترڅو ورسره د کرنیزو محصولاتو د تولیدوونکو ژوند چې بزګران دي مثبت بدلون وکړي او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې لا ډېره ونډه واخلو.»
د کرنې وزیر دغه راز د خاورې پېژندنې، د نباتي ناروغیو د تشخیص او د مېوو لابراټوارنو څخه هم لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت