د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۸
د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د نړۍوال خوراکي پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د بېلابېلو ودانیزو او پراختیایي پروژو عملي چارې روانې دي.
په دغو پروژو کې د اوبولګولو د یو حوض جوړول شامل دي، چې د ۲۷۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. همداراز د ۵۰۰ متره اوږد کانال، ۱۲ متري پایپ ترناب، او د ۱۰۰۰ متره اوږد کاریز د پاککارۍ چارې هم پکې شاملې دي. تر څنګ یې ۴۰۰۰ ترینچونه کېندل شوي، ۲۸۲ متره ګبیوني دیوال چې ۴ متره عرض او ۵ متره لوړوالی لري، جوړ شوی، او همدارنګه د ۹ کیلومتره سړک هموارکاري، پرکاري، تپک‌کاري او د دوو پلچکونو جوړول هم د دغو پروژو برخه ده.
په ورته وخت کې، په مالدارۍ او کرنیزو برخو کې هم د پراختیايي فعالیتونو پلان شته، چې له مخې به یې ۱۶ شنې خونې جوړې شي او ۴۰ کورنیو ته به د خوړو د پروسس ځانګړي کیټونه، چې لمریز وچوونکي ماشینونه هم پکې شامل دي، ووېشل شي.
همدارنګه، ۱۷۸ تنه بزګران به درې میاشتینې مسلکي روزنې ترلاسه کړي او د روزنې تر بشپړېدو وروسته به ورته اصلاح شوي تخمونه او اړوند کاري وسایل هم ووېشل شي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو پروګرامونو اساسي موخه د خوړو خوندیتوب ټینګښت، د اوبو د مدیریت پیاوړتیا، د کرنیزو بنسټیزو زیربناوو پراختیا او د سیمې د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت