د پکتیکا نکي ولسوالۍ کې مستحقو بزګرانو ته د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه ووېشل شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۱
د پکتیکا نکي ولسوالۍ کې مستحقو بزګرانو ته د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه ووېشل شول 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت نکي ولسوالۍ کې د کرنې ریاست په همغږۍ، د کلیو بیارغونې مؤسسې له لوري مستحقو بزګرانو ته د مېوو او سبو لمریز وچوونکي ماشینونه ووېشل شول. دغه مرسته د مسلکي کارکوونکو له ارزونې وروسته، د یوې ترسره شوې سروې پر بنسټ عملي شوې ده.
د کرنې ریاست مسئولین وايي، چې دا ماشینونه د کرنې سکتور پیاوړتیا او د بزګرانو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره وېشل شوي دي. دوی هیله څرګندوي، چې دا به د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
لمریز وچوونکي ماشینونه د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی کوي او د بزګرانو لپاره د عاید سرچینې پراخوي، چې د کرنې سکتور کې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو یوه مهمه برخه بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت