د پکتیکا د کرنې ریاست: جاني‌خېل ولسوالی کې ۱۳۰ کاریګرو او ۱۴۴ کورنیو ته د کرنیزې پروژې له لارې مالي او روزنیز ملاتړ ورکړل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۲۰
د پکتیکا د کرنې ریاست: جاني‌خېل ولسوالی کې ۱۳۰ کاریګرو او ۱۴۴ کورنیو ته د کرنیزې پروژې له لارې مالي او روزنیز ملاتړ ورکړل شو

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېل ولسوالی په اړوند سیمو کې د هیلټو  مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام  پر غاړه دی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د کرنیزو او ټولنیزو فعالیتونو لړۍ ترسره شوې ده.
د یادو فعالیتونو د کاري جریان په ترڅ کې د جاني‌خېل ولسوالی اړوند چامړي کلي کې ۱۳۰ تنه کاریګرانو ته د ترسره شوو کاري فعالیتونو په بدل کې، هر کاریګر ته ۶۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
همدارنګه د جاني‌خېل ولسوالی اړوند د ملنګ‌خیلو، کمرانو کلا او ځینو نورو کلیو کې ۱۴۴ کورنیو ته د خامو کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې عملي روزنه ورکول کېږي.
د دغې روزنیزې برنامې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته د هیلټو مؤسسې له لوري ۵۸۰۰ افغانۍ د روزنیزو فعالیتونو د ملاتړ په موخه ورکړل شوې دي.
د یادو پروژو موخه د سیمې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د کورنیو اقتصادي ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې د خلکو د ظرفیت لوړول او د خامو کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو زمینه برابرول دي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د ورته پروژو پلي کېدل د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا او د بزګرانو او کلیوالو د ملاتړ لپاره مهم بولي او وایي، چې له همکارو مؤسسو سره د لا زیاتې همغږۍ له لارې به د کرنې او کلیو د اقتصادي ودې په برخه کې د ورته پروژو د پلي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳۰
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت