د پکتیا جاني خېلو کې ۵۵ مالدارانو سره مرسته وشوه
۳ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱۰ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وايي، چې د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت جاني خېلو ولسوالی ۵۵ مالدارانو سره د مالدارۍ اړونده توکو مرستې وېشلي دي.
دچاروکو په خبره په دغو وېشل شویو مرستو کې د لبنیاتو راټولولو اړونده توکي لکه د پنیز جوړولو ماشینونه او ځګونه شامل دي.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکې کې به د ناروېژن مؤسسې له خوا هم ددې ولایت ۱۰۰۰ مالدارانو سره د څارویو د خواراکي توکو مرستې هم کېږي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابروي دي.