د پاکستان-افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د ټولنې ګډه غونډه په اسلام‌آباد کې په لاره واچول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۱:۵۸
د پاکستان-افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د ټولنې ګډه غونډه په اسلام‌آباد کې په لاره واچول شوه
 
۷ لړم ۱۳۹۹
په اسلام‌آباد کې د پاکستان او افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د ټولنې ګډه غونډه « Pakistan – Afghanistan trade and investment forum 2020» د دوو ورځور لپاره، د ۲۰۲۰ د اکټور په ۲۶ او ۲۷، چې د ۱۳۹۹یم کال د لړم پنځ او شپږمې نېتې سره سمون خوري په لاره اچول شوې وه.
دغه غونډه «د افغانستان او پاکستان د دوستۍ د پارلماني ګروپونو» له خوا د اسلام‌آباد په ښار کې جوړه شوې وه. په دې دوه ورځنۍ برنامه کې، د پاکستان لومړی وزیر عمراخان اود پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر او د پاکستان د مشرانو جرګې رییس او د افغانستان د پارلمان رییس میررحمان رحمانی او د افغانستان دکرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري خبرې وکړې.
نور ویناوال د دواړو هېوادونو د کابینې غړي او استازي ول.
د دې غونډې د خبرو اترو اصلي محور د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانزیت او سوداګریو ستونزو ته حل لار پیداکول و.
په دې ټولنه کې د دواړو خواوو لسګونه سوداګر او پانګوال ګډون درلود او ددې ټولنې په دوره ورځنۍ غونډه کې څلور کاري ګروپونه وټاکل شول.
لومړی ګروپ د سوداګرۍ او ترانزیت د ستونزو د ارزونې په پار، دویم ګروپ د صنعت په برخه کې د پانګونې او سوداګرۍ د فرصتونو ارزونې او زمینې برابرولو په پار، درېیم ګروپ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا او په دې برخه کې د ستونزو د هوارولو په موخه او څلورم ګروپ د خدماتو په برخه کې د پانګونې او سوداګرۍ په موخه جوړ شول.
یاد ګروپونه د دوو ورځو په ترڅ کې خبرې اترې وکړې او د ترانزیت او سوداګرۍ، د ویزې ورکړه، څېړنې، کرنیزو موادو، اومه مواد، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د سوداګرۍ او کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړول، د کرنیزو محصولاتو لېږد را لېږد، د کرنیزو محصولاتو حفظ الصحه، د کرنې په برخه کې شته فرصتونه، پاکستان ته د افغانستان د مېوو صادرات، د افغانستان د مېوې په فصل کې د تورخم، سپین بولدګ او غلام خان په بندرونو کې صادرات او واردات، د کراچي له لارې د موادو صادرات، د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې د افغانستان دسوداګریزو کانټینرونو ځنډېدل، د کرنیزو محصولاتو اسټانډرډ کول او په ګمرکونو کې کاري لړۍ لنډول هغه څه ول، چې پرې پرېکړه وشوه، ترڅو د پاکستان پارلمان او د پاکستان حکومت او د افغانستان پارلمان او د افغانستان حکومت د یادو ستونزو د هوارولو په پار کار وکړي.
ټاکل شوې، چې د پاکستان-افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د ټولنې دویمه غونډه به کابل ته د پاکستان د پارلماني ګروپ د سفر په ترڅ کې، دروان کال په نوامبر کې په لاره واچول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت