د وچکالۍ ارزونې په پار دکرنې وزارت د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه
۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
نن دوشنبه د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۷ مه نېټه د وچکالۍ ارزونې او د کرنې په سکټور کې يې اغېزې، دکورنيو توليداتو د ملاتړ په پار پر وارداتي کرنيزو محصولاتو د فصلي ګمرکي تعرفو زياتوالی او د وچکالۍ زيانمو د ملاتړ په پار دغنمو پېرلو په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې لومړی دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيالان پر بېلابېلو مسايلو خبرې وکړې او خپل نظرونه يې شريک کړل.
وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي وويل، چې د وچکالۍ په پار ځانګړې طرحه جوړه شوې ده. دکرنې وزير سپارښتنه وکړه، چې د وچکالۍ وضعيت ته د رسېدنې په پار د بوديجې ترلاسه کولو په موخه د هیواد ماليې وزارت او دونرانو سره دې خبرې ووشي.
دکرنې وزير دغه راز زياته کړه، چې د وارداتي کرنيزو محصولاتو د فصلي تعرفو دزياتوالي په پار اړوندو ادارو او نهادونو سره دې همغږۍ پياوړې شي.