د هلمند پر زرګونو بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی
١۵ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢۲ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «جک» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی دی.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکول کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.