د هلمند ولایت سنګین ولسوالی کې د ځنګلي قدرتي بوټو د پرېکولو مخنیوی وشو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۱۸
545

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سنګین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت د مسؤلینو او اړوندو همکارو ادارو په همغږۍ، په یاده ولسوالی کې د ځنګلي قدرتي بوټو د ناقانونه پرېکولو مخه ونیول شوه.
د معلوماتو له مخې، یو شمېر اشخاصو په یاده سیمه کې د قدرتي ځنګلي بوټو په پرېکولو لاس پورې کړی و او له هغو څخه یې د کیړو (سکرو/سون توکو) د جوړولو هڅه کوله، چې د مسؤلینو له لوري پر وخت اقدام وشو او د یادې کړنې مخنیوی ترسره شو.
د سنګین ولسوالی د کرنې مسؤلینو څرګنده کړه، چې د قدرتي بوټو، ځنګلونو او څړځایونو ساتنه د چاپېریال د خوندیتوب، د طبیعي شتمنیو د بقا او توازن لپاره مهمه ده، او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل، چې د طبیعي سرچینو په ساتنه کې له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
همداراز ټینګار وشو، هر هغه څوک چې د قدرتي ځنګلونو او بوټو په پرېکولو، تخریب او یا ناقانونه استفادې کې لاس ولري، قانوني چلند به ورسره وشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني کلینیکونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د شینوارو ولسوالی د وترنرۍ او مالدارۍ مدیریتونو تخنیکي پلاوي د یادې ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۸:۱۸
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنیزو او علمي همکاریو د پراختیا په موخه د مالدووا جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د مالدووا جمهوریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

بازگشت