د هلمند نهرسراج کې یوشمېر بڼوال وروزل شول
٢٢ تله ۱۴۰۲ه.ش
٢٩ ربیعالاول ۱۴۴۴ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د نهرسراج ولسوالی ٣٠تنو بڼوالو ته د بڼوالۍ ښې روزنې او د نباتي افتونو مخنیوي په اړه په داسې حال کې چې د یادې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل هم شتون درلود عامه پوهاوی ورکړل شو.
په دې روزنیزه برنامه کې بڼوالو ته د زیان رسونکو حشراتو د له منځه وړلو او مخنیوي په هکله هر اړخیز مالومات ورکړل شول.
د دې ترڅنګ یادو بڼوالو هر یوه ته دوه عدده جالۍ، یوه د ښاخبرۍ قیچي، یو عدد د بڼونو اره، دوه جوړې دست کشې او دوه ٢٠٠ افغانۍ نغدې پيسې ورکړل شوي دي.
د یاد روزنیز پرورګرام موخه د بڼونو ښې روزنې تر څنګ د مېوه لرونکو بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفېت او کمېت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند د کرني ریاست فني او مسلکي کار کوونکي هلې ځلې کوي ترڅو د دې ولایت بزګرانو او بڼوالو ته د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو له لارې د ښې کرکيلې او د نباتي ناروغیو مخنیوي په اړه په دوامداره ډول عامه پوهاوی ورکړي.