د هلمند مرکز کې د چرګانو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه
۲۱ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې د چرګانو درمل پلورنځۍ وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، د درملتونونو پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل درمل پلورنځۍ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.