د هلمند مرکز لښکرګاه کې په غیرقانوني ډول د چرګانو ورادوونکی شرکت وتړل شو
۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسؤلینو له لوري یو باب شرکت د غیر قانوني چرګانو د واردولو په موخه وتړل شو.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي: «څرنګه چې هلمند ته د چرګانو د غوښو او ژوندیو چرګانو واردولو په موخه د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا ځانګړې شرایط وضع شوي دي، په همدې موخه دغه شرکت بیله رسمي پارچې څخه په غیر قانوني ډول چرګان را انتقالول چې د شرکت دروازه یې د مسؤلینو له لوري مهرولاک شو.»
دغه کار په هلمند کې دمالدارۍ او حیواني روعتیا أمریت لخوا، د ناروغو چرګانو د مخنیوي او هلمندوالو روغتیا ساتلو په موخه ترسره کېږي.