د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
د هلمند مرکز  او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت د معلومولو آلې نصبوي. 
د یاد ریاست کارکؤنکي دا مهال په بېلابېلو ولسوالیو کې بوخت دي، چې یادې آلې په مناسبو موقعیتونو کې نصب کړي تر څو هره ولسوالۍ د دقیقو اقلیمي معلوماتو له نعمت څخه برخمنه شي.
د ریاست مسؤلین وایي، چې دا آلې به د باران او نورو اورښتونو اندازه په دقیقه توګه ثبت کړي او له دې سره به د اوبو د وېش، د فصلونو د کرلو د مهال‌وېش، د بندونو د مدیریت او د وچکالۍ د خطر د مخنیوي په برخو کې مهم بدلون رامنځته شي. د دوی په وینا، پخوا د معلوماتو د نشتوالي له امله کرنیزې پرېکړې د اټکل پر بنسټ ترسره کېدې، خو د دغو وسایلو په نصب سره به د تصمیم نیونې بهیر معیاري او ساینسي بڼه غوره کړي.
د اورښت د کچې دا نوې څارنه به د هلمند د کرنیزو چارو، د اوبو د سرچینو د ساتنې، او د اقلیمي بدلون د اغېزو د ارزونې لپاره یو مهم بنسټیز ګام وي، او تمه ده چې د دې اقدام پایلې به په نږدې راتلونکي کې د کروندګرو او د اوبو کاروونکو لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت