د هلمند د قوریه‌لرونکو ټولنه سږکال یو میلیون مېوه لرونکي نیالګي تولید کړي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
د هلمند د قوریه‌لرونکو ټولنه سږکال یو میلیون مېوه لرونکي نیالګي تولید کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د قوریه‌لرونکو  ټولنې چارواکي وایي، چې سږکال یې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ یو میلیون مثمر نیالګي تولید کړي، چې دا مهال د خرڅلاو لپاره تیار دي.
د هلمند د قوریه‌لرونکو ټولنې د رییس حاجي احمدشاه په وینا، تر ټولو ډېر تولید شوي نیالګي د انارو، انګورو، شفتالو، مڼو او انځرو دي، چې په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کېږي او ښه خرڅلاو لري.
هغه زیاته کړه، چې د دې ټولنې تر چتر لاندې ۲۰ د نیالګیو تولیدي شرکتونه ثبت شوي، او ټول فعالیتونه یې د هلمند د کرنې ریاست د لارښوونو او مشورو پر بنسټ پر مخ وړل کېږي. د دې ټولنې تولید شوي نیالګي د ښه کیفیت لرونکي، تصدیق شوي او تضمین‌لرونکي دي، چې نه یوازې په هلمند، بلکې په ګاونډیو ولایتونو کې هم خرڅېږي.
د حاجي احمدشاه په وینا، یاده ټولنه په ټولیزه توګه ۲۰ قوریې لري، چې د نادعلي، ناوې، ګرېشک او لښکرګاه په ولسوالیو کې موقعیت لري، او د دغو قوریو ټولیزه ساحه ۱۰۰ جریبه ځمکه ده، چې په کې معیاري او تصدیق شوي نیالګي تولیدېږي.
نوموړي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کرنې وزیر د لارښوونې له مخې، ټولې دولتي ادارې مکلفې شوې دي، څو خپل اړین نیالګي د قوریه‌لرونکو له ټولنې څخه وپېري، ځکه دا نیالګي په لوړ کیفیت او تضمین تولیدېږي.
د کرنې وزارت هر کال د قوریه‌لرونکو له ټولنو سره په همغږۍ میلیونونه مثمر او غیرمثمر نیالګي تولیدوي، او په دولتي ادارو کې د کښېنولو او په بازارونو کې د عرضې لپاره چمتو کوي، تر څو خلک باکیفیته او تضمین‌لرونکي نیالګي ترلاسه او وکري، او د لا ښه میوې تولید ته زمینه برابره شي.


اتحادیه قوریه‌داران هلمند امسال یک میلیون نهال مثمر تولید کرده است
۱۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان اتحادیه قوریه‌داران ولایت هلمند می گویند که در جریان سال جاری، در همکاری با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، یک میلیون  نهال مثمر تولید نموده و اکنون آماده فروش می‌باشد.
به‌گفته حاجی احمدشاه، رئیس اتحادیه قوریه‌داران هلمند، مشهورترین نهال‌های تولیدشده در این اتحادیه شامل انار، انگور، شفتالو، سیب و انجیر است که به قیمت مناسب در بازار عرضه می‌شود و فروش خوبی دارد.
او افزود که در چوکات این اتحادیه ۲۰ شرکت تولید نهال ثبت گردیده و تمام فعالیت‌ها مطابق رهنمودها و مشوره‌های ریاست زراعت ولایت هلمند پیش می‌رود. نهال‌های تولیدی این اتحادیه باکیفیت، تصدیق‌شده و دارای ضمانت بوده و در هلمند و ولایت‌های همجوار به فروش می‌رسند.
به گفته وی، این اتحادیه در مجموع دارای ۲۰ قوریه در ولسوالی‌های نادعلی، ناوه، گرشک و لشکرگاه است که مساحت مجموعی آن‌ها به ۱۰۰ جریب زمین می‌رسد و در آن نهال‌های تصدیق‌شده و معیاری تولید می‌شود.
حاجی احمدشاه همچنان از رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری قدردانی کرده و گفت که براساس هدایت وزیر زراعت، تمام ادارات دولتی مکلف شده‌اند نهال‌های مورد نیاز خود را از اتحادیه قوریه‌داران خریداری کنند، زیرا این نهال‌ها با ضمانت و کیفیت عالی تولید می‌شوند.
وزارت زراعت هر سال با همکاری اتحادیه‌های قوریه‌داران میلیون‌ها نهال مثمر و غیرمثمر تولید کرده و برای غرس در نهادهای دولتی و عرضه در بازارها آماده می‌سازد تا مردم نهال‌های مطمئن و باکیفیت دریافت و غرس نمایند و میوه‌های باکیفیت‌تر تولید شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د هلمند د قوریه‌لرونکو ټولنه سږکال یو میلیون مېوه لرونکي نیالګي تولید کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د قوریه‌لرونکو  ټولنې چارواکي وایي، چې سږکال یې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ یو میلیون مثمر نیالګي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

بازگشت