د نیمروز پر کروندګرو مېرمنو ۳۵ شنې خونې وېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱
د نیمروز پر کروندګرو مېرمنو ۳۵ شنې خونې وېشل شوې

۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې په مرسته سږکال ددې ولایت د مرکز زرنج ښار او خاشرود ولسوالیو کې پر یوشمېر کروندګرو مېرمنو ۳۵ شنې خونې وېشلې دي.
دغه راز یاد ریاست د «ډاکار» موسسې په مرسته هم ددې ولایت پر یوشمېر مېرمنو ۱۵ شنې خونې وېشلې دي. له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي مېرمنې په شنوخونو کې د کرکېلي لارې چارې هم زده کړې دي.
په ورته وخت کې، د «ډاکار» موسسې په مرسته د نیمروز ولایت په کنګ، زرنج او چهاربرجک ولسوالیو کې ۳۷ بڼونه چې هر یوه یې په نیم جریبه ځمکه کې جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت