د نورستان د نورګرام ځنګل د اورلګېدنې پر بېړنۍ قابوکولو د کرنې وزیر ټینګار

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۴:۴۸
د نورستان د نورګرام ځنګل د اورلګېدنې پر بېړنۍ قابوکولو د کرنې وزیر ټینګار

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، دکرنې وزارت اړوندو ریاستونو او د نورستان ولایت دکرنې ریاست ته سپارښتنه وکړه، چې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په ځنګل کې دې اورلګېدنه ژر تر ژره قابو کړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نن یوځل بیا ددې وزارت چارواکوته دستور ورکړ چې د اورلګېدنې د قابوکولو په پار دې ژر لاس په کار شي او سیمې ته لازم تجهیزات واستوي.
د نورستان دکرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې د نورګرام په ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د وسله والې جګړې په پایله کې، ددې ولسوالۍ د شام درې ځنګلونه اور اخیستي دي.
ښاغلی نسیمي زیاته کړه، چې اورلګېدنه د کورګل درې خوا ته په پراخېدو ده. د هغه په خبره، تر دې دمه نږدې ۱۷۴ هکټاره ځنګل سوځېدلې ده. په دې سیمه کې د ځنغوزې، نښتر او بلوط ځنګلونه دي.
د نورستان دکرنې رییس وایي، چې د کرنې وزیر د سپارښتنې پر اساس، د اورلګېدنې د قابو کولو په پار ددې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست له خوا سیمې ته توکي او تخنیکي امکانات استول شوي دي، او هلې ځلې کېږي، چې دا اورلګېدنه ژر تر ژره قابو شي.
د نورستان دکرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې په ځینو سیمو کې د اورلګېدنې شدت ډېر او په ځینو نورو سیمو کې لږ دي.
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګل کې اورلګېدنه له څلورو ورځو را په دېخوا دوام لري.
دمګړۍ د اورلګېدنې شدت کم شوی دی او هلې ځلې کېږي، چې په بشپړ ډول قابو شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پنځه دېرشم نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۱۴
Background image

هلمند کې د خرما د بڼونو د پراختیا په‌پار هڅې چټکې شوې دي، تر دې مهاله شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼونه جوړ شوي

۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د پراختیا او اقتصادي ارزښت د لوړولو په موخه د خرما د بڼونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

وخت خورا تنګ دی؛ غرفې لږې دي، نو بیړه وکړئ!

 

د کرنې او مالدارۍ برخې پانګوال او متشبثین کولای شي، چې له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل تولیدات معرفي او بازار ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د پلور د. . .

بازگشت