د ننګرهار کوټ کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۳ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱۰ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنسټ پروژې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ په ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د کوټ په ولسوالی کې د ۵۵زره او ۵۲۶ ډالرو په ارزښت د یو کانال او سربند د جوړیدو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، یاد کانال کې چې ۳۸۸ متره اوږدوالې لري، ۲۷ متره د دغاړو دېوال، ۱۵ متره سربند، ۴ د اوبو ناوې، ۶ عدده د اوبو کنټرول دروازې په کې شاملې دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره ۱۰۰۰جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه، ۹۵۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د مولوی عبدالستار محمد په خبره ددې پروژې په رغینزو چارو کې ۴۰ تر۴۵ فني او غیر فني کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
باید وویل شي، چې د سولې بنسټ پروژه د کوکنارو یوه بدیله پروژه ده، چې دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ، شنوخونو جوړولو، کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوی کوي.