د ننګرهار کرنې ریاست د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونه پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۲۰
د ننګرهار کرنې ریاست د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونه پیل شوه

د ننګرهار اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لورې دننګرهار د کرنې ریاست د کارکوونکو د اجرااتو کلنۍ ارزونه پیل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن  وویل، چې داداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ریاست له لورې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امرینو او مدیرانو کلنۍ ارزونې پیل شوي او  کارکوونکي به دخپل یو کال په موده کې ترسره کړې کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانو درلودلو په اساس وارزول شي، خو سږ کال به دهر مدیر د دندو لایحي مطابق د اجرآتو مستند اسناد او مدارک غوښتل کیږي او دهمدې ارزونې په اساس به کارکونکوته امتیاز ورکول کېږي.
د ادارې اصولو له مخې هر کارکوونکي په کال کې یو ځل د هغه د یو کال د کړو کړنو له مخې ارزول کېږي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ۶۶۳ تنه کارکوونکی لري، چې په ترتیب سره به د هریوه کارکوونکی ارزونه ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۷
Background image

لغمان کې د کرنې اومالدارۍ سکټور متشبثینو او بزګرانو ته اسلامي مالي چوپړتیاوې وړاندې کېږي

 ۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد د کرنیزې پرمختیا صندوق «اې،ډي،اف» له رییس انجنیر عبدالغفور غفاري سره د خپل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

هلمند کې شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین کمپاین پیل شو

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کوچنيو شخوند وهونکو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د وېش او تطبیق کمپاین په رسمي ډول پرانیستل شو.
دا پروګرام د هلمند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

کندهار کې د ټرایلس انګور بڼونه بریالي ثابت شوي او د بڼوالو لېوالتیا ورته زیاته شوې

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د نشه‌یې توکو او جرمنو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان یو ان او ډي سي په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ،. . .

بازگشت