د ننګرهار کانال شرکت ۵۰ کیلومتره زابرونه پاکېږي
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت په درېيم فارم کې د نږدې ۳۰ کیلومتره په اوږدوالی د زابرونو پاکارۍ چارې پیل شوي دي، چې له څو کلونو راهیسې همداسې ناپاکه پاتې وه.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم په داسې حال کې، چې دیاد شرکت یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله د زابرونو د پاک کارۍ چارو څخه د لیدنې پرمهال وویل: «سږکال به دکانال شرکت اړوند ۵۰ کیلومتره زابرونه پاک شي، چې موخه یې کانال شرکت خپل پخواني برم ته ګرځول دي.»
ښاغلی کظیم دغه راز وویل: «د کانال لویې ویالې څخه زرګونه جریبه ځمکه خړوبېږي، خو یوشمېر خلک شته چې غواړي ددې اوبه مسیر بدل کړي، موږ یې پلټنه کوو او له یادو کسانو سره په سخت قانوني چلند ووشي، ځکه دا ډول کړنې د کانال شرکت سترې پروژې ته زیان رسوي.»
باید وویل شي، چې د ننګرهارکانال شرکت په ټولټال ۵۲۰ کیلومتره اوږدوالي زابرونه شته دي، چې له ډلې يې یوازې ۶۳ کیلومتره په اندازه زابرونه په درېيم فارم کې شتون لري.