د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د نږدې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۸:۴۵
 د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د نږدې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

۳۰ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار ولایت د کوټ، پچیراګام، غني خېل، رودات، کوز کونړ او ګوشتې ولسوالیو د کرنې د پراختیا په پار ددغو ولسوالیو له اوو پرمختیایي شوراګانو سره د نږدې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د تنظیم په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د ننګرهار ولایت دمقام د رسنیو په دفتر کې جوړه شوې وه د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت، یوشمېر سیمه ییز چارواکي او د یادو ولسوالیو د پرمختیایي شوراګانو یوشمېر غړي کډون درلود.
په دې غونډه کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل بزګرانو سره دمرستې په پار د کرنې وزارت کړنې وستایل او زیاته یې کړه، چې بزګرانو سره مرسته کول د کرنې په برخه کې ځان بساینې ته لار هواروي. هغه ددغو پروژو د پلي کېدا پر روڼتیا او کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې شوراګانې او ولسي دې په ټولو برخو کې له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي .
د ښاغلي میاخېل په وینا د ننګرهار څلور واړه موسمونه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اوبو او هوا له پلوه چمتو دی او له همدې امله هڅه کوي چې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخه کې ډېر کار وکړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر سمیع الله نصرت وویل، یادې پروژې د کرنې وزارت له پراختیا یي بودیجې څخه تمولیږي، چې په کې په یادو ولسوالیو کې د ګبینو چک ډمونه جوړول، د ډنډونو ایجادول، د طبیعي ډنډونو رغول، د علوفې او ونو تخمونه کرل او د کارکوونکو ګمارل شامل دي. د ښاغلي نصرت په خبره یادې ټولې پروژې د خلکو د غوښتنې پر اساس دي، چې له بشپړېدو سره به یې په یادو شپږو ولسوالیو کې ۱۱ سوه هکټاره ځمکه خړوبه شي.
هغه زیاته کړه، چې ددغو پروژو په پلي کولو کې د خلکو ونډه لس سلنه ده او د ستانه دار، هیبت خېل، تنګي خېل، سورډاګ، ۲۹ مې ویالې، ناصر کلا او سورډاګ له شوراګانو سره لاسلیک شوي دي.
د شوراګانو په استازیتوب مولوي ضیاالحق د ولایت مقام او کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د دوی په غوښتنه یې د دوی په سیمه کې د دوی له لارې پروژې پیل کړې او ډاډ یې ورکړ چې په ښه کیفیت او روڼتیا به خپلې چارې ترسره کړي.
باید وویل شي، چې ددغو پروژو د پلي کولو موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی دعوایدو زیاتولو ترڅنګ د کرکېلي معیاري او میکانیزه کول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت