د ننګرهار ولایت د قرنطیني شبکې د ودانیزې پروژې  څارنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۵۵
د ننګرهار ولایت د قرنطیني شبکې د ودانیزې پروژې  څارنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د اطلاعاتو، عامه پوهاوي او ویاند مولوي مصباح الدین مستعین او د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په شتون کې د ننګرهار ولایت قرنطیني شبکې د ودانیزې پروژې څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو تورخم بندر ته څېرمه د ننګرهار ولایت د قرنطیني شبکې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې ورکړې.
په ورته وخت کې یاد پلاوي د ننګرهار ولایت قرنطین مرکز کې د حیواني روغتیا څانګې غوجلو څخه هم لیدنه وکړه.

نظارت از پروژه ساختمانی شبکه قرنطینی ولایت ننگرهار
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور انجنیر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو و مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ولایت ننگرهار از پروژه ساختمانی شبکه قرنطینی ولایت ننگرهار نظارت کردند.
در جریان این نظارت مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از بخش‌های مختلف ساختمان شبکه قرنطینی ولایت ننگرهار در نزدیک بندر تورخم بازدید کرده و هدایات لازم را جهت بهبود آن به مسوولان مربوطه سپردند.
در همین حال هیئت متذکره از طویله های بخش صحت حیوانی در قرنطین استین ولایت ننگرهار نیز بازدید کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت