د ننګرهار وادي کرنیز شرکت هډې او دویم فارم کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۳۱
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت هډې او دویم فارم کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې 

۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار په هډې فارم اووم بلاک او دویم فارم لومړي بلاک کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د هډې فارم کلیکسون بڼ کې به د بهرام زمان کرنیز شرکت له لوري په ۴۵ جریبه ځمکه او د دویم فارم لومړي بلاک کې به د خلیل احمد حسنزي کرنیز شرکت له لوري د مالټې بڼونه جوړ شي.
دا پروسه تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مشرۍ له لوري د مالټې نیالګیو په کرلو رسماً پیل شوه.
د معلوماتو له مخې، په دې ۸۲ جریبه ځمکه کې به شاوخوا ۵زره او ۳۷۶ اعلی ډول مالټې وکرل شي، چې د دواړو کرنیزو شرکتونو له لوري پرې شاوخوا ۶ میلیونه افغانۍ لګښت کېږي.
د کرنیزو متخصصینو په باور، د دې بڼونو جوړول به نه یوازې د مالټې د محصول تولید زیات کړي، بلکې د سیمې د خلکو لپاره به د کار زمینه هم برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت هډې او دویم فارم کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې 

۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار په هډې فارم اووم بلاک او دویم فارم لومړي بلاک کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د هډې فارم کلیکسون بڼ کې به د بهرام زمان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۳۰
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون بڼونو پاکولو او جغل تولید پروژه پيلوي

۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو څلور ګونو فارمونو د زیتون بڼونو د ځمکو د تیږو د بارو څخه د تخلیې او جغل تولید پروسه پیلوي.
د یاد شرکت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

د کندهار دکرنې ریاست: مرکز او ولسوالیو کې ۷۰ زره څاروي د طاعون پر وړاندې واکسین شوي

۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګري ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف. ای. او) په مالي او  د کندهار مرکز او ولسوالیو. . .

بازگشت