د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ځمکو د اصلاح او کرکیلې ته د چمتو کولو هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۴
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ځمکو د اصلاح او کرکیلې ته د چمتو کولو هڅې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې د یاد شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې هر اړخیزې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې ددې فارم کرنیزو فعالیتونو، اوبوخور سیسټمونو او کرکیلې ته د ځمکې د برابرولو په موخه فعالیتونه ترڅره کوي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي: «له نېکمرغه اوسمهال مو پخپلو څلورګونو فارمونو کې د کرنې ودې لپاره پراخه هڅې پېل کړي دي، چې دا موږ او تاسو ته د هېواد او کرنیز سکټور د ابادۍ زیری راکوي» . 
ددغو هلوځلو له ډلې څخه اجاره لرونکو او کرنیزو شرکتونو ته د ځمکې ورکول دي، چې په قراردادي بڼه پرې کرکېله کوي، ترڅو یاده ځمکه اصلاح او په راتلونکې کې ترې لوړ حاصلات ترلاسه شي. 
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مسوول وویل: «کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو ته مو ځمکه په دې خاطر ورکړی، چې دغه ځمکې منظمې اصلاح شي، بڼه يې تغییر شي، د درېيمې درجې څخه دویمې او ان لومړی درجې ته ارتقا وکړياو په پایله کې ملي او کورنی اقتصاد ورسره غښتلې شي.»
دغه راز د یادو فعالیتونو ترڅنګ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوندو فارمونو کې د اوبولګولو سیسټمونه هم په منظم ډول فعال شوي دي، چې ورسره د یادو فارمونو او بزګرانو ډېری ستونزې هوارې شوي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د یوې سترې او ملي پروژې په بڼه ددې ولایت کرنیز دودونه لا پیاوړي کوي او یاد شرکت د خلکو ترمنځ همکارۍ، د کرنې عصري سیستمونو ته لیوالتیا او د کليوالي ژوند پرمختګ ته زمینه برابروي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت