د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت: سږکال د زیتونو اچارو تولید ۴۰ ټنو ته رسېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۶
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت: سږکال د زیتونو اچارو تولید ۴۰ ټنو ته رسېږي

۲۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتونو اچارو جوړولو پروسه رسماً پيل کړه. د شرکت د چارواکو په وینا، سږکال به د زیتونو اچارو تولید د تېر کال په پرتله لس ټنه زیات وي او ټولټال به ۴۰ ټنه اچار د بازارونو لپاره چمتو شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د تلې په ۲۰ مه د زیتون اچار جوړولو پروسه د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس انجنیر ندي‌الله نیازي، د زیتون فابریکې امر مولوي اختر محمد هاشمي او یو شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې پرانیسته.
انجنیر نیازي وویل، تېر کال دغه شرکت ۳۰ ټنه د زیتونو اچار تولید کړی و، خو د سږکال د حاصلاتو او ښه پلان له امله دا اندازه ۴۰ ټنو ته لوړېږي. د ده په وینا، د زیتونو اچار جوړولو عملي پروسه به لس ورځې دوام وکړي او د بشپړ اچار د ترلاسه کولو لپاره به شاوخوا ۴۰ ورځې وخت ونیسي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خپل تاسیس له وخته تر اوسه په شاوخوا ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د زیتونو بڼونه جوړ کړي، خو د تېرو کلونو ناوړه شرایطو له امله نږدې ۱۳۴۰ هکتاره بڼونه زیانمن شوي دي.
سره له دې، د یاد شرکت د زیتون فابریکې تولیدات په ځانګړي ډول د زیتونو تېل او زیتونو اچار د هېواد دننه او بهر ښه بازار لري.


شرکت امارتی زراعتی وادی ننگرهار: تولید ترشی زیتون امسال به ۴۰ تُن می‌رسد
۲۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
شرکت امارتی زراعتی وادی ننگرهار روند تولید ترشی زیتون را رسماً آغاز کرد. به گفته مسئولان این شرکت، تولید ترشی زیتون امسال در مقایسه با سال گذشته ده تُن افزایش یافته و در مجموع ۴۰ تُن ترشی برای عرضه به بازار آماده خواهد شد.
این روند در ۲۰ میزان با حضور انجنیر ندی‌الله نیازی رئیس تجارت و بازاریابی، مولوی اختر محمد هاشمی آمر فابریکه زیتون و شماری از مسئولان دیگر افتتاح گردید.
انجنیر نیازی گفت که سال گذشته این شرکت ۳۰ تُن ترشی زیتون تولید کرده بود، اما به دلیل برداشت بهتر و برنامه‌ریزی مناسب، این رقم امسال به ۴۰ تُن افزایش می‌یابد. به گفته او، روند عملی ساخت ترشی زیتون ده روز ادامه خواهد یافت و به‌دست‌آوردن ترشی کامل حدود ۴۰ روز زمان می‌برد.
شرکت زراعتی وادی ننگرهار از زمان تأسیس تاکنون در حدود ۳۱۰۰ هکتار زمین باغ‌های زیتون احداث کرده است، اما در نتیجه شرایط نامساعد سال‌های گذشته، حدود ۱۳۴۰ هکتار از این باغ‌ها آسیب دیده‌اند.
با وجود این، تولیدات فابریکه زیتون این شرکت، به‌ویژه روغن زیتون و ترشی زیتون، در داخل و خارج کشور بازار خوبی دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۵
Background image

لوګر کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو او د غنمو د عصري کرکیلي د ترویج او دودولو په پار د غنمو او کیمیاوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت: سږکال د زیتونو اچارو تولید ۴۰ ټنو ته رسېږي

۲۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتونو اچارو جوړولو پروسه رسماً پيل کړه. د شرکت د چارواکو په وینا، سږکال به د زیتونو اچارو تولید د تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۴
Background image

کندهار کې د څارویو د قاچاقي درملو د مخنیوي په پار هڅې

۲۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت په کندهار ښار کې د څارویو درملو پلورنځیو او لویو شرکتونو څخه د. . .

بازگشت