د ننګرهار دکرنې ریاست: دولسوالیو لسګونه کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۳۵
د ننګرهار دکرنې ریاست: دولسوالیو لسګونه کارکوونکي وروزل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ۲۲ ولسوالیو ۷۰ تنه کارکوونکي روزل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د ۲۲ ولسوالیو ۷۰ تنه کارکوونکو د وړتیا لوړولو په پار یوه روځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
 د پروګرام په پیل کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د ۲۲ ولسوالیو کارمندانو ته په کارونو کې د شفافیت، بزګرانو او مالدارانو ته ښه خدمات وړاندې کولو، ولسونو سره د ښه سلوک کولو، خپل صورت او سیرت په نبوی سنتو برابرولو او د حاضري پابندۍ برخه کې لازمی سپارښتنې وکړې. 
د یادونې وړ ده، چې په روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د جنسونو محاسبې مختلفې کړنلارې، د فورمونو ترتیب، قیدیت، توزیع، مجرائي او د جنسونو حفاظت او په سمه توګه ترې استفاده کولو برخه کې د پریزنتیشن په شکل معلومات ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت