د میدان وردگو جلریز ولسوالی کې بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۵۴
د میدان وردگو جلریز ولسوالی کې بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سټارز مؤسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان اف اې او  په مالي ملاتړ بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول.
د ۱۴۰۲ لمریز کال په ترڅ کې د جلریز ولسوالۍ ۲۰ بزګران د مڼو بڼونو د سروې برخه ګرځېدلي وو، چې هر یوه ته د یو جریب ځمکې لپاره ۱۶۷ مڼو نیالګي ورکړل شول. دغه راز، د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره د ۲۵ نورو بزګرانو سروې ترسره شوې وه، چې نن هر یوه ته ۷۰۰ نیالګي ووېشل شول.
په پای کې، بزګرانو ته د بڼونو جوړولو او اوبولګولو اړوند ضروري معلومات ورکړل شول، ترڅو نیالګي ښه وده وکړي او د حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت