د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د تشکيلاتو د برخې له چارواکو سره د کرنې وزارت د تشکيل په هکله د کرنې وزير خبرې اترې
۱۹ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې، د ملکي خدماتو لوی رييس احمد مسعود توخي او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د تشکيلاتو مشرې نظيفه جامي سره وکتل او دکرنې وزارت پر تشکيل او اړتياوو يې خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې دکرنې وزارت د تشکيل د ستونزو پر حل، د ۱۳۹۹يم مالي کال د تشکيل په برخه کې د کرنې وزارت د وړانديزونو او د ۱۴۰۰ ام کال پر تشکيل خبرې وشوې.
دکرنې وزير د وزارت د ستونزو پر هوارولو د ټينکار ترڅنک وويل، چې دکرنې وزارت يو لوی سکټور دی او ددې برخې اړتياده په کتو يې باید تشکيل جوړ او زياد شي.
دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د کميسيون دملکي خدمتونو لوی رييس احمد مسعود توخي وويل، چې دکرنې وزارت تشکيل دکرنې وزارت د مشرتابه ليد لوری او نظر ته په کتو بشپړېږي.