د لوګر په سفید سنګ کې د اوبولګولو د یوې شبکې د رغولو چارې روانې دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۵:۱۰
 د لوګر په سفید سنګ کې د اوبولګولو د یوې شبکې د رغولو چارې روانې دي

۲۱ لړم ۱۳۹۸
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سفید سنګ په کلي کې د اوبولګولو د یوې شبکې د رغولو چارې په چټکۍ سره رواني دي، چې ډېر ژر به یې د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د اوبولګولو د یادې شبکې ټولیز اوږدوالی ۲.۶کیلو مترو ته رسیږي.
د اوبولګولو دغه شبکه نږدې ۳۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او زرګونه تنه له دې شبکې څخه ګټه پورته کوي.
دمګړۍ د دې شبکې د رغولو په چارو کې هره ورځ یو شمېر سیمه ییز کارکوونکي په کار بوخت دي او په پام کې ده چې، ډېر ژر یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبولګولو د یادې شبکې په جوړېدو سره ۴۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او دیادې شبکې د تر پوښښ لاندې د کرنیزو ځمکو د محصولاتو د ۲۰ سلنې زیاتوالي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

بازگشت