د لوګر دکرنې ریاست: د کرنې او مالدارۍ پروژو کې سلګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې تېر ۶ میاشتو کې ۲۵۹ نارینه او ښځینوو ته د مرکز سربېره محمد آغې او خروار ولسوالیو کې کاري زمینې برابره شوي وو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر انجنیر نصیرالدین بهیج وویل؛ دغه پروژې، چې د بشري قواو د پرمختیایي ادارې لخوا د نږدې لس میلیونه افغانیو په مالې ملاتړ پلي شوي، په کې ٢٥٩ کسانو لپاره ٦ میاشتنۍ کاري فرصتونه برابر شوي وو.
د ویلو وړ ده، چې په یاده پروژه کې نارینو ته د کانالونو د کېندلو او پاکولو په برخه کې او دغه راز بېوزلو ښځو ته د چرګانو د کوچنیو فارمونو جوړول برخه کې کار زمینې برابرې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې لومړی ۶ میاشتنۍ پړاو بشپړ شوی او دوهم ۶ میاشتنې پړاو به یې هم په را روانه میاشت کې پیل شي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا او په ټوله کې بېوزله خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.