د لوګر دغصب مخنیوی تخنیکي کمېټه د امارتي او شخصي ځمکو د بېلولو چاری پیل کړې
د لوګر د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شوی ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د امارتي او شخصي ځمکو د بېلولو چارې پیل کړي دي
یاد پلاوی په داسې حال کې چې مسلکي غړو یې هم پکې ګډون درلود په دغه ولایت کې دامارتي او ځایي خلکو د شخصي ځمکو د جدا کولو لړۍ له محمدآغې ولسوالی څخه پیل کړی دی.
ددې پروژ په ترڅ کې د محمدآغې ولسوالی ناظر کلي کې ټولټال د ۳۹۷.۵ جریبه امارتي ځمکه ددغیې سیمې قومي مشرانو په حضور کې له شخصي قطعاتو څخه له څېړلو وروسته بېلې کړي دي.
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد تخنیکي پلاوی مشر مولوی سیدامین هاشمي له خلکو غواړي تر څو هغه قطعې چې امارتي تثبیت شوي پکې له هر راز تصروفاتو ځان وساتي.