د لوګر خروار کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
٢۳ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱ ربیعالثاني ۱۴۴۴ ه.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت د خروار ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې دکرنې پراختیا نړیوال صندوق په همکارۍ ۱۰۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټي اخیستونکې ته ۱۵قطعې کورني چرګان،۱۰۰ کیلو د چرګانو دانه، د دانې خوړو لوښې، د اوبو څښلو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.