د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د اجارې ځمکې د مشخص کولو په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د لغمان د کرنې ریاست تخنیکي سلاکار انجینر سردار زیار، د اجارې ورکونې لوی مدیر انجنیر سید عمران او د کدستر لوی مدیر انجنیر احمدالله هم ګډون درلود.
د شرکت مسؤلې وویل، غواړي چي د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالی کې د ممپلیو د پروسس یوه کارخونه جوړه کړي او د دې لپاره 40 جریبه ځمکې ته اړتیا لري. نوموړې زیاته کړه، چې د یادې فابریکې له لارې به د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره متوازن خواړه تولید شي او له سلو څخه زیاتو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د لغمان د کرنې رییس مولوی سلیمان ایمن د یادې کارخونې د جوړولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تأمین دی او ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې په حاکم نظام کې د هر فرد سر او مال خوندي دی.
نوموړي د اجارې ورکولو او کدستر مدیریتونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د شرکت لپاره یوه مناسبه ځمکه وټاکي او اړوند چارې ژر تر ژره تنظیم کړي.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ټولو پانګوالو غږ کوي، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له برابرې شوې پانګونې زمینې څخه ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت