د لغمان قرغه یي کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۲:۱
د لغمان قرغه یي کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه پنځه چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د لغمان ولایت د قرغه یي  ولسوالی د ګمبیري زعفرانو په سیمه کې د شاوخوا درې میلونه افغانیو په لګښت د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډم جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه چکډم د رغنیزو چارو په پیل غونډه کې د لغمان مرستیال والي مولوی اختر محمد مزمل سربېره ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  کرونده کې د اوبو تنظیم او داوبولګولو د نویو تکنالوژیو رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل، دقرغه یې ولسوال قاري زاهدالله فاتح او دیادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
په یادو مراسمو کې دلغمان مرستیال والي والي مولوی اختر محمد مزمل وویل: «دلغمان دهرې ولسوالۍ لپاره یو باب چکډم چې  په ټوله کې پنځه بابه چکډمونه کېږي منظور شوي او ددې چکډمونو مالي لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې څخه تمویلېږي. »
په ورته مهال دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې ددې چکډم په جوړېدو سره به د باران اوبه دسیلاب په ډول په دې کې ذخیره کېږي ورسره به  د نوموړې سیمې د څاه ګانو، کاریزونو او په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو د ډېرښت لامل کېږي او دغه سيمه به په راتلونکي کې له وچکالۍ څخه وژغورل شي. همداراز د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبوتنظیم او د اوبولګولو دنویو تکنالوژیو د رواجولو مسؤل مولوي معاذالله عادل وویل: «دامیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ٤٢٠ چکډمونه منظور شوي دي، چې له دې ډلې څخه دلغمان ولایت کې پنځه چکډمونه جوړېږي.»
ښاغلی عادل وویل، چې په نړۍواله کجه اقلیم بدلون کړی او د اوبو سطحه(واټرټیبل) ښکته تللي نو د داسې چکډمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه را پورته او د اوبو له قلت څخه به مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۳:۵۴
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د ځمکو چارو د رییس سفر 

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولايت د کرنې رییس الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۱:۵۸
Background image

فاریاب کې د عمري دارالعلوم او دار الحفاظ ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دفاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ د توقوز درک په کلي کې د عمري دارالعلوم او دارالحفاظ د ودانۍ رغنیزې چارې بشپړ او د افغانستان اسلامي امارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۱:۴۳
Background image

جنوب لویدیځ زون کې نږدې نهه زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د جنوب لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت د احصایې له مخې، سږکال به د زون په. . .

بازگشت