د لغمان علینګار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۳:۵۹
د لغمان علینګار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست  سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د  کرنې او خوړو ادارې په مالي او د اسلامیک ریلیف مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علینګار ولسوالی پر ۹۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل لړۍ پیل شوه.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد  دملګرو ملتونو د کرنې او خوړو او ټولو هغو مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه، چې بزګرانو سره يې هر کال د اصلاح شويو تخمونو،کیمیاوي سرو او نورو برخو کې مرستې کوي.
ښاغلي محمد وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته د دوه جریبه ځمکې لپاره  ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه او ۵۰ کیلو ګرامه توره سره د  بزګرانو لاسنیوی او دخوړو خوندیتوب په موخه وېشل کېږي.
نوموړي بزګرانو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په خپل وخت د غنمو کر وکړي او هڅه وکړي، چې د روزنیزو پروګرامونو پر مهال اخیستل شوې لارښوونې عملاً تطبيق کړي ترڅو په حاصل کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د کرنې رییس دغه راز په خپله برخه کې په يو شمېر لاسته راوړنو، ستونزو، خنډونو او راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې او له مرستندويه ادارو يې وغوښتل، چې د کرنيز سکتور په پرمختګ کې ور سره همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت