د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمېټې دمرکز اړوند ګلارام او کرنج غرنیزو سیمو مشرانو سره ناسته وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۱
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمېټې دمرکز اړوند ګلارام او کرنج غرنیزو سیمو مشرانو سره ناسته وکړه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې د ځنګلونو دساتنې او بیارغونې کمیټې مسؤلینو د کرنې رییس  مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د مرکز اړوند ګلارام او کرنج سیمو مشرانو سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې  د لغمان امنیه قوماندانۍ، د ولایت مقام، د علماؤ شورا، قول اردو او لېوا او د استخباراتو استازو ګډون درلود.
په پیل کې د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد یادو سیمو مشرانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، د ولایت په کچه د ځنګلونو ساتنې او احیاء لپاره دغه کمېټه جوړه شوې، چې هرې ولسوالۍ ته به سفر کوي او له ځنګلیزو سیمو نږدې وګړو او قومي مشرانو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي او په دې برخه کې د دوی نظرونه اوري. ددې ترڅنګ نوموړي د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ګټې ولسونو ته بیان کړې او له هغوی یې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې، د علماؤ شورا استازي مولوي محمد هاشم هم خبرې وکړې، چې پکې یې د ځنګلونو ګټې ولسونو ته تشریح کړې او له ولسونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سیمو ولسونو دیادې کمیټې له دې هڅو څخه مننه وکړه، چې د ملي شتمني دساتلو او بیارغولو برخه کې هڅې کوي، دولسونوستونزې او نظرونه اوري او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 هغوی ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به د ځنګلونو ساتنه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي، چې طبیعي ځنګلونه پرې کړي. دغه راز، راغلو ولسونو یو شمېر غوښتنې هم له دوی سره شریکې کړې، چې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۹
Background image

د پکتیا چشمه ماران څېړنیز فارم کې د غله‌جاتو اصلاح او ناروغیو د څېړنو تجربه وشوه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو آمریت، د کرنیزو څېړنو لوی مدیریت اړوند د چشمه ماران څېړنیز فارم کې د غله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۸
Background image

د هلمند ګرمسېر کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۳۳
Background image

ننګرهار کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست  سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د  کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت، د اکشن اېډ او کلیو بیا ودانولو. . .

بازگشت