د قوش‌تپې کانال د ارزونې په پار شمالي ولایتونو ته دکرنې وزیر سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۵۷
د قوش‌تپې کانال د ارزونې په پار شمالي ولایتونو ته دکرنې وزیر سفر

۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته سفر وکړ، ترڅو د قوش‌تپې کانال د کاري پرمختګ څخه لیدنه وکړي او وضعیت یې و ارزوي.
دا سفر د قوش‌تپې کانال د کاري بهیر، ستونزو، حل‌لارو او د کانال د لومړۍ او دویم فاز د پرمختګ د څارنې لپاره ترسره شو. د دې سفر په ترڅې کې، یاد پلاوی پلاوي د کانال له بېلابېلو سیمو، څېړنیز کمپلکس، صنعتي پارک، د کانال سر‌بند، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د صفر نقطې، او د کانال له نورو اړوندو تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې له وزیر سره په دې سفر کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، عبدالرحمن عطاش، د ملي پراختیا شرکت اجرائیه رییس؛ مولوي محمود مظلوم، د اراضۍ لوی رییس؛محمد نعمان، د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو تنظیم رییس؛ د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ استازی خال محمد احمدزی؛ د چارو ادارې د زېربنا او ملي اقتصاد رییس شمس الرحمن اوریاخېل، او د تخنیکي کمېټې نور غړي ملتیا کوله.
د دې سفر پر مهال، د کرنې وزیر د بلخ، جوزجان او فاریاب د والیانو او یو شمېر محلي مسؤلینو سره هم وکتل او له دوی څخه  وغوښتل، چې د قوش‌تپې کانال د پروژې په ښه تطبیق کې همکاري وکړي. همداراز، د دغو درو ولایتونو د کرنې رییسانو هم د کرنې وزیر سره په دې سفر کې ملتیا کوله.
دا سفر د قوش‌تپې کانال د ستونزو، حل‌لارو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره ترسره شو، ترڅو د دې سترې پروژې د عملي کېدو بهیر چټک شي.


سفر وزیر زراعت به ولایت شمال جهت بررسی کانال قوش‌تپه
۱ حوت  ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در راس یک هیئت بلندپایه به ولایت‌های بلخ، جوزجان و فاریاب سفر کرد تا از پیشرفت کاری کانال قوش‌تپه بازدید و وضعیت آن را بررسی نماید.
این سفر به منظور نظارت از روند کاری کانال قوش‌تپه، چالش‌ها و راه‌حل‌ها، و میزان پیشرفت کار در فاز اول و دوم کانال انجام شد. در جریان سفر، هیئت از ساحات مختلف این کانال و همچنین کمپلکس تحقیقاتی، پارک صنعتی، سربند کانال، نقطه صفری میان افغانستان و کشور‌های همسایه و سایر ساختمان‌های مرتبط به کانال قوش تپه بازدید به عمل آورد.
هیئت همراه وزیر زراعت شامل مولوی عبدالکریم فاتح، معین تخنیکی وزارت فواید عامه، عبدالرحمن عطاش رییس اجراییه شرکت انکشاف ملی، مولوی محمود مظلوم، رئیس اراضی، محمد نعمان، رئیس عمومی تنظیم آب وزارت انرژی و آب، خال محمد احمدزی، نماینده معاونت اقتصادی ریاست الوزرا، شمس الرحمن اوریاخیل رئیس زیربنا و اقتصاد ملی اداره امور و سایر اعضای کمیته تخنیکی بود.
در این سفر، وزیر زراعت همچنین با والیان ولایت‌های بلخ، جوزجان و فاریاب و شماری از مسوولان محلی آن ولایات دیدار و از آنان خواست تا در تطبیق بهتر پروژه کانال قوش‌تپه همکاری نمایند. همچنین، رؤسای زراعت سه ولایت نیز در جریان این بازدید وزیر زراعت را همراهی کردند.
این سفر با هدف بررسی چالش‌ها و راه‌حل‌ها و همچنین هماهنگی میان ادارات زیربط جهت تسریع در اجرای پروژه کانال قوش‌تپه صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سرپل ولایت ته سفر وکړ


۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سرپل له والي مولوي محمد ظریف مظفر، د سرپل د کرنې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل شکردرې ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د شکردرې په ولسوالی کې د مېوو بڼونو د خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل کارولو چارې پیل کړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ مالي او تدارکاتي سلاکار معرفي شو 

۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
مولوي سلیمان ایمن د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ د مالي او تدارکاتي سلاکار په توګه معرفي شو او رسماً یې خپل کار پیل کړ.
د معرفي په. . .

بازگشت