د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۶۸ سره مېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۴۷
د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۶۸ سره مېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او بیداره مجاهدینو د دوامداره او چټکو هڅو په درشل کې یو ځل بیا د پاکستاني رژیم څخه کندهار ته د ۶۸ سره مېښو د قاچاق مخه نیول شوې ده. 
د چارواکو په وینا، یادې مېښې د سپین بولدک ولسوالی د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیري قانوني او قاچاقي ډول هېواد ته رالېږدول کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یې مخه ونیول شوه. او وروسته د مالدارۍ آمریت ته وسپارل شوېې. د هغوی په وینا د یاد قاچاق په تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوي دي، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادو قاچاقي څارویو مخه په داسې حال کې نیول کېږي، چې څو ورځي وړاندې هم د کندهار په ریګستان ولسوالی ډیورنډ فرضي کرښه کې د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت