د قادس په ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي دي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۰:۳۲
د قادس په ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي دي
۵ وږی ۱۳۹۹
د بڼوالۍ د محصولاتو د کیفیت ښه کولو او د تولیداتو د کچې لوړولو په پار دکرنې وزارت د یوې پروژې له خوا، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي دي.
دغه جوړ شوي بڼونه د مڼې، غوزانو، آلو، زردالو او انګورو بڼونه دي.
د یادې ولسوالۍ د «قادس خوردک» کلي یو تن بڼوال عبدالعظیم، چې مخکې یې په لس جریبه ځمکه کې په دودیزه توګه بڼوالي کوله ډېر لږ حاصل به یې تر لاسه کول، خو کله چې دکرنې وزارت د ملاتړ تر چتر لاندې راغی نو محصولات یې ډېر او کیفیت یې هم ښه شو.
دغه راز د قادس ولسوالۍ یو تن بل بڼوال حفیظ الله هم، تر هغه وروسته چې د کرنې وزارت د پروژې د ملاتړ تر چتر لاندې راغی تېرکال یې په سیمه ییزو بازارونو کې ۲۱ زره کیلوګرامه مڼې خرڅ کړل. سږکال یې د حاصلاتو کچه دوه چنده زیاته شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲۹
Background image

د هلمند مارجې ولسوالی کې د څه باندې څلور کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل شوې


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د سیمې د اوسیدونکو د اړتیا او غوښتنې په اساس، ددې ریاست اړوند قدرتي سرچینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه په داسې حال کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د‌ اقتصاد، کلیو. . .

بازگشت