د غنمو د ملي پالیسۍ د مسودې د ارزونې غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۱:۱۱
نشست بررسی مسوده‌ی پالیسی ملی گندم

۱۱ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په مشرۍ د کرنې وزارت د مرستیالانو، سلاکارانو او د وزارت بېلابېلو برخو د رییسان په ګډون سره د غنمو د ملي پالیسۍ د مسودې د ارزونې او د یاد محصول په تولید کې ځان بسیاینې ته د رسېدنې په پار غونډه په لاره واچول شوه.
دا غونډه د کرنې وزیر په دفتر کې په لاره اچول شوې وه. په دې غونډه کې ښاغلی احدي وویل، چې د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدنې په پار د اوبیزو او للمو غنمو د کروندو زیاتوالی، د اوبولګولو د سیسټمونو پراختیا او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېش زموږ اساسي لومړیتوبونه دي.
دکرنې وزیر د غنمو ملي پالیسۍ او د غنمو په تولید کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په پار د عمل پلان په هکله، د غنمو ملي پالیسۍ د پیاوړتیا او د غنمو په تولید کې ځان بسیاینې ته د رسېدنې په پار د عمل پلان د لا پیاوړتیا په پار خپلې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړه.
وروسته، د کرنې وزارت مرستیالان او سلاکاران هم په دې برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت