د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې ولسوالی کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر شته ستونزو ننګونو او فرصتونو خبرې اترې وکړې. 
ددې غونډې په ترڅ کې د ده‌یک ولسوالی ولسوالی د یادې ولسوالی د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزې او ننګونې دکرنې رییس سره شریکې کړې.
د اوبو کمښت او د اوبولګولو د منظم سیستم نشتوالی د اصلاح شویو تخمونو اوکیمیاوي سرو کمښت، دحیواني ناروغیو زیاتوالی او د واکسیناسیون د خدمات د تخنیکي وسایلواومسلکي ملاتړ کمښت هغه ستونزې وې، چې د کرنې رییس سره شریکې شوې.
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د ده‌یک ولسوالی ولسوال ته ډاډ ورکړل، چې یادې ستونزې به له اړوندو تخنیکي څانګو سره شریکې او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي. همدارنګه ټینګار وشو چې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په موخه به د همغږۍ لړۍ دوام ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت