د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۶:۳۳
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ

۲۸ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ د شنو ممیزو د پروسس اوصادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق حدي او د انار کرنیزو خدماتو شرکت مسوول تر منځ د کرنې په وزارت کې لاسلیک شو.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه او د انار کرنیزو خدماتو شرکت د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې ۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي، چې ۵۰ سلنه یې د «HVCDSP» پروژې لخوا او ۵۰ سلنه به د انار کرنیزو خدماتو شرکت لخوا ورکول کېږي.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل: ««نن موږ د یوې سترې او حیاتي پروژې پرانیسته کوو. دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی. هیله مو داده، چې په هېواد کې دننه کرنیز محصولات په اساسي ډول مدیریت شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره ددې ډول  پروژو پلي کول ډېر اړین دي.»
ښاغلي احدي زیاته کړه: « ددې پروژې په پلي کولو سره به مو د صادراتو کچه لوړه او د ښځینه او نارینه کارګرانو لپاره به د کار زمینه برابره شي. ددې پروژې په پلي کولو سره به د بزګرانو کلني زیار او خواري پایله ورکوي او د هغوی کرنیز محصولات به په مناسبه بیه پېرلکېږي، چې د معیاري پروسس وروسته به په کور دننه او همدارنګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.»
د انار کرنیزو خدماتو شرکت، چې ددې هوکړې یو اړخ دی، د غزني ښار کې خپل فعالیتونه ترسره کوي. یاد کرنیز شرکت د شنو ممیزو د پروسس او صادارتو په برخه کې فعالیت کوي، خو د عصري ماشینونو  دنه شتون له کبله یاد شرکت له خورا ډېرو ستونځو سره لاس او ګریوان ده.
ددې شرکت مشر محمد خان میثاق وایي، چې د دوی شرکت د عصري ماشینونو د نه شتون، بازارموندنې او سرټیفیکېټونو په اخیستلو  کې له ستونزو سره مخ دي، خو د یاد هوکړه لیک په لاسلیک سره د دوی د شرکت ډېر شمېر ستونزې هوارېږي.
 په همدې حال کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې رییس فرید راید وایي، چې د یاد هوکړه لیک په اساس به د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه د ماشینونو په پېرلو، د کورنیو او بهرنیو مارکیټونو په پیداکولو او همدارنګه د نړیوالو سرټیفیکېټونو په اخیستلو کې له دې شرکت سره مرسته کوي، چې ددې پروژې په پلي کولو سره به یو زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره، د شنو ممیزو د صادراتو کچه به لوړه او همدارنګه د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې به رغنده رول ولري.
د ښاغلي راید په ټکو څرنګه چې، د یاد شرکت ۶۰ سلنه کارکوونکي ښځي دي، د یاد هوکړه لیک په پلي کېدو سره به د غزني ولایت اړوند یوشمېر مېرمنو ته به د کار زمینه هم برابره شي. همدارنګه د انار کرنیزو خدماتو شرکت به په راتلونکي کې لږ ترلږه له سلو تنو بزګرانو سره د یو هوکړه لیک په اساس مرستې کوي او یادو بزګرانو څخه به کرنیز محصولات په مناسبه بیه پېري.
د یادولو وړ ده، چې په راتلونکو اوونیو کې به څلور نور ورته هوکړه لیکونه له خصوصي شرکتونو سره په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه «HVCDSP»، چې د هېواد په یوولسو ولایتونو«کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، وردګ، ننګرهار، کونړ، لغمان او بامیان» کې فعالیت کې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تموېلېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۹:۲۵
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ اداري غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ اداري غونډه د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند (حاجي سالم) په مشرۍ، د دې مرستیالۍ د رئیسانو او مسؤلینو په حضور کې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې له مسؤولینو سره وکتل 

۱۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامې یو ان ډي پي له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۴
Background image

د کندهار بولدک کې د طبي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک په ولسوالی کې د سسي طبي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه.
دا په داسې. . .

بازگشت