د سوېلي کوریا بورسیې لپاره د کرنې وزارت له ۸۰ کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۴:۲
د سوېلي کوریا بورسیې لپاره د کرنې وزارت له ۸۰ کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۳ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست له خوا د سوېلي کوریا د ماسټرۍ بورسیو لپاره ددې وزارت له ۸۰ کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د کرنې وزارت د بورسیو مسوول محمدهارون ځدران وویل: «له ټولو داوطلبو کسانو څخه ۱۳۶ یې شارټلیسټ شوي و او په ازموینه کې ۸۰ کسان حاضر شول. له دې ډلې درې یې مېرمنې او ۷۷ نور یې نارینه دي، چې د بریالیتوب په صورت کې به سوېلي کوریا ته واستول شي.»
له دې ډلې ۱۲ هغه کسان چې، تر نورو ډېرې نمرې تر لاسه کړي، یادو بورسیو ته استول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۸
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر؛ خانشین ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی هلمند ولایت ته سفر کړی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کنو پر ضد دوه ورځنی ستر ورکشاپ ترسره شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د کنو  پر وړاندې د مبارزې او د کانګو وینې بهوونکې تبې د مخنیوي په موخه دوه ورځنی. . .

بازگشت