د سروبي ولسوالۍ د اوبو لګولو پروژو څخه څارنه وشوه
۲۰ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د کرنیزو چوپړتیاوو عمومي مدیریت په همکارۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت څخه راغلي تخنیکي ټیم انجینرانو د روپانې بنسټ له لوري د فرمانبیک په حوزه کې د جوړېدونکو کانالونو او اوبو ذخیرو د پروژو څارنه وکړه.
د یادو پروژو موخه د اوبو لګولو سیستمونو ښه والی، د کرنیزو ځمکو تولید زیاتول، او سیمهییزو بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرول دي. د څارنې پر مهال د تخنیکي ټیم لخوا اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو پروژې په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړې شي.
د اوبو لګولو دا پروژې د سیمې کرنیز پرمختګ لپاره مهمې ګڼل کېږي، چې د بزګرانو د ژوند په ښه کولو او د اوبو د اغېزناک مدیریت په برخه کې رغنده رول لري.