د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند د کاري پرمختګ او همغږۍ اړوند غونډه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۹:۵۲
د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند د کاري پرمختګ او همغږۍ اړوند غونډه وشوه

۶ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشرۍ د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند د ټولنیزو موضوعاتو هوارولو او دغه راز د کاري پرمختګ او همغږۍ اړوند غونډه وشوه.
په دې غونډې کې، چې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو، د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند سیمه ییزو مشرانو او نور اړوندو چارواکو شتون درلود د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند پر اړوندو موضوعاتو، ستونزو او کاري پرمختګونو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري له خوا اړوندو چارواکو ته د یادو پروژو د پروخت پلي کېدو او ستونزو هوارولو په پار لازمې سپارښتنې وشوې.
د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند د سیمې اوسیدونکو ته په بېلابېلو برخو لکه د خلکو د اوبو د اړتیاوو پوره کول، د ابو د ضایع کېدو مخنیوی، د سېلابونو مخنیوی، د برېښنا تولید، د لا ډېرو شاړو ځمکو خړوبول او کرکیلې ته برابرول، څښاک پاکې اوبو ته د خلکو لاس رسی زیاتول او د خلکو د ژوندانه د ښه کولو په برخوکې اسانتیاوې برابروي.
د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند اړوندو ځمکو ته پر وخت اوبو رسول د حاصلات د کچې د ډېروالي او د کیفیت د ښه والي لامل هم کیږي.
همداراز د دغو پروژ پلي کول به مثبتې سیمه ییزې او ملي پایلي هم ولري. د زمین‌داور کانال او موسی کلا بند جوړول په نېغه او نا نېغه ډول کاري فرصتونه برابروي او د کلیو په مرکزونو کې د فشار په کمولو کې هم مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت