د زعفرانو پراختیا څخه د ملاتړ ملي کمېټې غونډه؛ د ګاونډیو زعفران د افغانستان په نوم پلورل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۵:۳۷
د زعفرانو پراختیا څخه د ملاتړ ملي کمېټې غونډه؛ د ګاونډیو زعفران د افغانستان په نوم پلورل کېږي

۲۰چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مسلکي معینیت کې د صادراتي زعفرانو د کیفیت تضمین د تخنیکي کړن لارې د غني کولو په پار مشورتي غونډه په لاره واچول شوه.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري په مشرۍ جوړه شوې وه په کې د څو نورو ادارو استازو هم ګډون درلود او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې او سلامشورې وشوې.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مسلکي مرستیال شېرشاه امیري وویل: «زعفران زموږ د هېواد له ترټولو عمده او ارزښت لرونکو محصولاتو څخه دی او کرنې وزارت هم ورته ډېره پاملرنه کوي، ترڅو کرکېله یې لاډېر ترویج او پراخه شي.
په نړۍ کې د افغانستان د زعفرانو ځای ثابت شوی دی، او د څو کالو په ترڅ کې د وزارت د مشرتابه، متخصصینو او بزګرانو د هلو ځلو په پایله کې د زعفرانو د ترویج او پراختیا په برخه کې د ښه پرمختګونو شاهدان یو.»
ښاغلی امیري وايي، چې د یوشمېر ګاونډو هېوادونو زعفران د افغانستان د زعفرانو په نوم پېراو پلورل کېږي او د افغانستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي. د هغه په خبره دا چاره د افغانستان د زعفرانو مقام ته زیان رسوي.
شېرشاه امیري وویل: «د ګاونډی هېواد زعفران د افغانستان په نوم صادرېږي، زموږ د زعفرانو مقام ته زیان رسوي. هغه زیاته کړه، چې تېرکال زموږ تولید ۲۱ ټنه وه خو له تولید څخه مو ډېر صادرات درلود. دا  ښيي، چې له یوې ګاونډی هېواد څخه زعفران زموږ هېواد ته وارد شوي دي، چې دا چاره زموږ د زعفرانو مقام ټیټوي. ځکه د افغانستان زعفران غوره کیفیت، خوند او ذایقه لري.»
شېرشاه امیري دغه راز وویل، چې د بازار اشباع په بازارونوکې پر بیې منفي اغېزې لري. هغه ټینګار وکړ، چې د زعفرانو پر بیې د منفي اغېزو د مخنیوي په پار باید پر ګمرکي تعرفې کار ووشي.
شېرشاه امیري زیاته کړه، چې د ولسمشر د حکم پر اساس باید هېواد ته د ګاونډو هېوادونو د زعفرانو د قاچاق مخه ونیول شي، خو یوشمېر بنسټونه په دې برخه کې همکاري نه کوي.
دهغه په خبره د یوشمېر اداراتو نه همکارۍ د کرنې وزارت د اندېښنې لامل شوي دي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال دغه راز وویل، چې د کرنې وزارت د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د زعفرانو پر پراختیايي برنامې کار کړی دی او د غونډې له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې د وروستۍ پرېکړې او د کړن لارې د تدوين په پار دې دوی هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
هغه وویل: «پنځه کاله وړاندې د زعفرانو دکرکېلي سیمه زر هکټاره وه، خو اوس څه باندې اته زره هکټآرو ته رسېدلی دی. په دې برخه کې بالقوه ظرفیت لرو، په کوردننه او بهر مشتري لرو، څو کاله وړاندې یوازې څو محدودو هېوادونو ته مو د زعفرانو صادرات درلود خو اوس ۳۱ هېوادونو ته رسېدلی دی.»
هغه دغه راز زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د هرات په ولایت کې دزعفرانو انسټیټوټ پرانیستل شي، چې د زعفرانو د کاروبا په پرمختګ او پراختیا کې مرسته کولای شي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت یوشمېر رییسان، د مالي وزارت او سوداګرۍ وزارت استازو، متخصصین، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ استادان او د زعفرانو د ترویج د برخې کارکوونکي هم شتون درلود او خپل نظرونه یې وړاندې کړل.
نننۍ غونډه د زعفرانو په مسایلو کې د کارپوهانو د نظرونو د درج په موخه په لاره اچول شوې وه، ترڅو د افغانستان د صادراتي زعفرانو د کیفیت تضمین تخنیکي کړن لاره کې ځای ورکړل شي.
د افغانستان د صادراتي زعفرانو د کیفیت تضمین تخنیکي کړن لاره د کرنې وزارت د ترویج لوی ریاست له خوا په ۱۱ مادو کې تدوین شوې ده، چې په دې غونډه کې د دې کړن لارې پر لا پراختیا خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د زنجبیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۶
Background image

بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهیر د پیل په موخه سمنګان ته د کرنې وزیر سفر

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۷
Background image

لغمان کې په بڼونو د لایم سلفر د استعمال کمپاین پیل شو؛ بڼونه د آفتونو پر وړاندې وقایه کېږي

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د بوټو ساتنې لوی مدیریت د خپل عملیاتي پلان له مخې د لایم سلفر د. . .

بازگشت