د روڼتیا تأمین او تدارکاتو په غونډه کې مالي او اداري مرستیال: تدارکاتي قانون او مقررې رعایتول اجباري دي او روڼتیا رامنځته کوي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۶:۲۱
معین مالی و اداری در جلسه‌ی تدارکات و تأمین شفافیت: رعایت قانون و مقرره‌های تدارکاتی اجباری است و شفافیت را تأمین می‌کند

۲۵ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي په مشری «په تدارکاتي پړاوونو کې د لا دقت، چټکتیا او روڼتیا رامنځته کولو د همغږی» غونډه، نن د کرنې وزارت د اړوندو برنامو او پروژو د رییسانو او د ارزونې د پلاوي په شتون کې په لاره واچول شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې ډېری خلک یې د کرنې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، په همدې موخه د هېواد ولسمشر هم د کرنې سکټور ته ډېره پاملرنه کوي، چې ښه بېلګه یې د کرنې وزارت له لارې دکرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پلي کول دی.
ښاغلی رفیعي د غونډې ګډونوالو ته یو لړ محدویتونه وړاندې او دوی ته او سپارښتنې وکړې. هغه وویل: «د آفر پرانیستلو په ورځ له قید او شرط پرته د آفر پرانیستلو د پلاوي ټول غړي باید شتون ولري، د ادارې د افر پرانیستلو معیاري فورمې دې ډک او په دقت سره دې روښان چسپ ولګول شي، د تدارکاتو چارواکي حق نه لري، چې د افر له پرانیستلو وروسته پرانیستل شوي افرونه دې په خپلو دفترونو کې وساتي. هغوی باید پرانیستل شوي آفرونه د ارزونې پلاوي ته وسپاري.»
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال زیاته کړه: «د ارزونې کمېټې په دې مکلف دي، چې د افر پرانیستلو له غونډې وروسته له ځنډ پرته افرونه ترلاسه او ارزونې پیل کړي او د پروژو ارزونه دې له وړاندوینې سره سم په یوه میاشت کې بشپړ کړي او که د تدارکاتو د کړن لارې د وړاندوینې پر اساس د پروژو ارزونه پر خپل وقت ترسره نه شي، د ارزونې د اړوندې کمېټې سره قانوني چلند کیږي.»
د کرنې وزرات مالي او اداري مرستیال وویل، چې د تدارکاتو دکړن لارې او قانون د وړاندوینې له مخې د ارزونې د پلاوي غړي په بشپړه توګه خپلواک دي او هیڅ څوک او یا کوم چارواکي نه شي کولای، چې پر دوی فشار راوړي او یا له خپل موقف څخه په ګټنې سره د خپل شخصي ګټې لپاره د ارزونې د پلاوي غړي د قانون له پلي کېدو ورګرځوي او دوی تر فشار لاندې ونیسي.
عبدالهادي رفیعي وویل: «زما په ګډون هیڅ څوک نه شي کولای، چې د ارزونې پر کمېټې فشار واچوي، که د ارزونې کمېټې له یادو مواردو سره مخ کیږي، دوی دې له ځنډ پرته موضوع له ما او یا د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي ترڅو قانوني کړنې تر سره شي.»
دغه راز د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د تدارکاتو مشر او د پرختیایي برنامو چارواکو ته سپارښته وکړه او وویل، کوم کسان چې په مالي او حقوقي چاروکي پوهه او تدارکاتي او تخنیکي مهارتونه ولري ماته یې ور وپېژني ترڅو په راتلونکې کې له یادو کسانوڅخه د پروژو د ارزونې د غړو په ترکیت کې ګټه پورته شي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
1,073
People Reached
58
Engagements

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت