د دبی، گلفود نړیوال نندارتون

mail-admin
gulfood

Event dates

Event dates -

د متحده عربی اماراتو په نړیوال سوداګریز مرکز دوبی کې د ګلفوود«GulFood» په جوړ شوي  نندارتون کې  د افغانستان د کرنیزو محصولاتو  غرفې دکرنې، اوبو لګولو او مالدارئ وزیر نصیر احمد دراني لخوا پرانیستل شوې.

ددې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې په دبی کې  د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالي پراختیايي ادارې«USAID» استازو، د سوداګری او صنایعو خونو مشر عتیق الله نصرت،  د افغانستان د کرنیزې بازارموندې او سوداګریزی بڼوالی«CHAMP» مسؤلینو، افغان سوداګرو او پانګه اچونکو شتون درلود.

ددې نندارتون په څنډه کې انجنیر نصیر احمد درانی د هیواد د کرنې د ودې په پار له کورنیو او بهرنیو سوداګرو سره  ناستې درلودې او سوداګر یې  په افغانستان کې بانګې اچونې ته وهڅول،تر څو په افغانستان کې په مستقمه توګه سره پانګه اچونه وکړي.

د ګلفود نندارتون لاسته راوړنې:

ددوبی ګلفوود نندراتون د پنځو ورځو لپاره جوړ شوی وو او د افغانستان ۲۸ شرکتونو او یا هم غرفو شتون پکې درلود. په دغه غرفو کې زعفران، جلغوزي، وچې میوې، لبنی توکي او داسې نور تولیدات نندارې ته  پکې ایښودل شوي وو. همدا راز په دغه نندارتون کې ۲۳نورو افغانی شرکتونو هم  خپل محصولات د نندارې لپاره ایښي وو.

لاسته راغلې شمیرې ښيي، چې روان کال د ګلفوود په نندارتون کې  د افغانستان سوداګرو د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه  لاسلیک کړي دي او همدا راز د ۴۰ میلیونه دالر په ارزښت یې د هیواد د  سوداګرو  او مشتریانو ترمنځ  ژمنې کړي دي.د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې  د افغانستان زعفران او وچې میوې  په لوړه کچه د بهرنیو سوداګرو پاملرنه ځان ته را جذب کړې وه.

تیر کال افغانستان په دې توانیدلی وو، چې د دبی له نندارتون څخه د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه تر لاسه کړي او  د روان کال لاسته راغلې شمېرې ښيي، چې په لاسلیک شویو تړنونو کې، د ګټورې بازار موندنې او د محصولات د پیژندلي په معیاري کیدو کې افغانستان ځانګړی ځآی درلود.

 

د دوبۍ د نندارتون د څلورمې ورځې انځوریز البوم:

https://www.facebook.com/afghanistan.ministry.agriculture/posts/2350868941604359


په دوبۍ کې د کرنیزو محصولاتو د نړیوال نندارتون د دویمې ورځې انځوریز البوم

https://www.facebook.com/afghanistan.ministry.agriculture/posts/2347778761913377