د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې درې بابه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۲۶
د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې درې بابه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي) په مالي او د وېژن سپلای مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د «سروبي، قاسم او سوري پاڼ» کلیو کې درې بابه شنې خونې جوړې او رسماً د بزګرانو په واک کې ورکړل شوې.
د خوست د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، له جوړو شوو شنو خونو سره بزګرانو ته اړوند روزنیز ټرېننګونه ورکړل شوي او د سبو بېلابېل تخمونه هم ویشل شوي دي. د دغو شنو خونو د جوړولو لپاره وړاندې سروې شوې وه. 
بلخوا د خوست په مرکز کې هم د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي او د وېژن سپلای مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ۲۱ شنو خونو رغنیزې چارې روانې دي. د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب، د یاد ریاست سلاکار بهیر ګل صابري او د مېوو متخصص حضرت ولي حضرت له دغو چارو څخه لیدنه کړې ده.
د لیدنې پر مهال د شنو خونو د رغولو مسؤل شرکت نیمګړتیاوې په ګوته شوې او د اصلاح لپاره ورته لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
په خوست ولایت کې د کرنې ریاست په تېرو کلونو کې ګڼې شنې خونې جوړې کړي دي. بزګران وايي چې د شنو خونو له لارې یې نه یوازې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، بلکې اضافي تولید یې بازار ته وړاندې کړی او عاید یې هم زیات شوی دی.
د شنو خونو جوړول د کرنې په سکټور کې یوه اغېزمنه لاره بلل کېږي، چې له لارې یې بزګران کولی شي د کال په هر موسم کې د سبو او ترکاریو حاصل ترلاسه کړي. دغه نوښت د بزګرانو اقتصادي وضعیت د ښه کېدو تر څنګ د بازار د اړتیاوو پوره کولو او د وارداتو د کموالي لامل هم ګرځي.
دغه پروژې د بزګرانو د مسلکي روزنې، د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو لوړولو او د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

در ولسوالی‌های صبریو و یعقوبیو ولایت خوست سه باب سبزخانه به بهره‌برداری سپرده شد
۳۰ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست به همکاری تخنیکی مؤسسه ویژن سپلای و با تمویل برنامه انکشافی سازمان ملل متحد «یو.ان.دی.پی»، سه باب سبزخانه را در قریه‌های «سروبی، قاسم و سوري پاڼ» ولسوالی‌های صبریو و یعقوبیو اعمار نموده و رسماً به دهقانان تسلیم داد.
به اساس معلومات ریاست زراعت خوست، همراه با اعمار این سبزخانه‌ها برای دهقانان آموزش‌های تخنیکی نیز ارایه شده و تخم‌های مختلف سبزیجات برای آنان توزیع گردیده است. برای اعمار این سبزخانه‌ها قبلاً سروی انجام شده بود.
همچنان در مرکز خوست نیز با تمویل برنامه انکشافی سازمان ملل متحد و همکاری تخنیکی مؤسسه ویژن سپلای، کارهای ساختمانی ۲۱ باب سبزخانه جریان دارد. مولوی اسلم‌خان منیب آمر امور زراعتی ریاست زراعت، بهیرگل صابری مشاور این ریاست و حضرت‌ولی حضرت متخصص میوه‌جات از این کارها بازدید کرده‌اند.
در جریان این بازدید، نواقص شرکت مسئول اعمار سبزخانه‌ها مشخص شده و برای اصلاح آن توصیه‌های لازم ارایه گردید.
ریاست زراعت خوست در سال‌های گذشته سبزخانه‌های زیادی اعمار نموده است. دهقانان می‌گویند که از طریق سبزخانه‌ها نه‌تنها نیازمندی‌های خانواده‌های‌شان را مرفوع ساخته‌اند، بلکه تولیدات اضافی را به بازار عرضه کرده و عایدات‌شان نیز افزایش یافته است.
اعمار سبزخانه‌ها در سکتور زراعت یک روش مؤثر دانسته می‌شود که به اساس آن دهقانان می‌توانند در هر فصل سال سبزیجات و ترکاری حاصل نمایند. این ابتکار در کنار بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان، در تأمین نیازمندی‌های بازار و کاهش واردات نیز نقش دارد.
این پروژه‌ها در بخش آموزش مسلکی دهقانان، بلندبردن حاصل محصولات زراعتی و تقویت اقتصاد خانواده‌ها نقش مهمی ایفا می‌کند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت