د خوست ولایت فموکیشن مرکز څخه لیدنه وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۹
د خوست ولایت فموکیشن مرکز څخه لیدنه وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب او د ترویج کارمند نظیف الله د فموکیشن مرکز څخه لیدنه وکړه.
په یاد مرکز کې پر هغو مېوو او سبزیجاتو چې بهر ته صادرېږي، کیمیاوي درمل کارول کېږي، ترڅو د فنګسي ناروغیو انتقال مخه ونیول شي. دغه پروسه د سوداګرو او بزګرانو لپاره په نړیوال بازار کې د باور ساتلو او په ښه بیه د محصولاتو د پلور تضمین کوي.
مولوي منیب د مرکز فعالیتونه مثبت او منظم وارزول، شته اسانتیاوې یې کافي وبللې، او د لږو موجودو نیمګړتیاوو د حل لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.
یادونه کېږي چې د فموکیشن مرکز موخه د صادراتي مېوو او سبزیجاتو کیفیت ساتنه او د سوداګرۍ نړیوالو معیارونو پوره کول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

ننګرهار کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

خوست کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوست په ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۸
Background image

د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د معیاري بڼونو د جوړولو په پار د ګیلاس نیالګیو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د پراختیایي بودجې له لارې، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالی کې څلور زره  اصله. . .

بازگشت