د خوست موسی خېلو کې د محافظوي دېوال او یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۲:۴۶

۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د موسی خېلو ولسوالی په سور کلی کې د محافظوي دېوال او یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دغه محافظوي دېوال او سربند د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ د ۲۰ زره ډالرو په لګښت جوړېږي، چې د سیمې کروندګرو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
دوی زیاته کړه، چې دغه محافظوي دېوال او سربند د موسی خېلو ولسوالی اړوند سور کلی کې جوړېږي، چې د رغونې چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د غه محافظوي دېوال، د ویالې پاکارۍ او سربند په جوړېدو سره به د سیمې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي، چې ورسره ۱۶۲ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت